د افغانستان په اړه د پاکستان یرغلګر سیاست لابربنډیږي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د روان کال د جولای په ۱۶ مه د پاکستان  د دوزخي سازمان ای ایس ای پخواني مشر متقاعد جنرال حمیدګل  د یوه پاکستاي خصوصي تلویزیون ای ار وای سره په مرکه کې وايی « ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس کابل د پاکستان لپاره تیاره شوې ډوډۍ ده چې باید وخوړل شي » . حمیدګل نور هم په مرکه کې وړاندې ځي او وايي « پاکستان پلوه وسلوال طالبان بریالي دي او راتلونکی حکومت به په افغانستان کې د دوی وي چې د پاکستان خواخوږي دي » 

همدارنګه نوموړي دا خبره چې ګواکې پنجابي طالبان هم شته رد کړه . ده زیاته کړه «  د پنجابي طالبانو اصطلاح غلطه ده په پنجاب کې چې څوک نا امني پيدا کوي هغه ورانکاري او د ده په وينا د هند جاسوسان دي . حميد گل وسله والو طالبانو ته په بيا بيا د سپېڅلو مجاهدينو خطاب وکړ او ويي ويل چې سپېڅلي مجاهدين پوهيږي چې د جهاد او مقصد ځاى افغانستان دى پاکستان نه دى

حمید ګل په یادو شویو خبرو هم بسیا نه کوي وړاندې ځي او د اسلام اباد چارواکو ته سلا ورکوي « چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو  وروسته حالت تکرار نه کړي او دا ځل واردمخه د افغانستان لپاره منځمهالى حکومت جوړ کړي »

څو ورځې مخکې هم د اریانا په وینا د ادیان نیوز د خبر له مخې ، جنرال حمید ګل د الجزیرې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو ، طالبان به خپل اساسي قانون ولیکي او په دې اړه نه ښايي چې څوک  د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي ځکه چې افغانان په کورنیو چارو کې د بل لاسوهنه ښه نه ګڼي !

حمید ګل بل ځای وړاندوینه کوي چې د کرزي دولت به ژر ختم شي او امریکا به د کرزي ۴۰۰ یا ۵۰۰ اړوندان اروپايي هېوادونو ته واستوي . افغانستان به د طالبانو او یا د مجاهدینو د بلې ډلې لخوا اداره شي او د نویو واکمنانو ترمنځ به هیڅ ډول کړکېچ نه وي !

د حمید ګل په اند یوازې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او پر افغان هېواد د یرغل حق لري . دا چې دا حق پاکستان ته ولې او څنګه ترلاسه دی حمید ګل او د پاکستان نور واکمنان يي  د کومې څرګندونې په کیسه کې هم نه دي !

همدارنګه د روان عیسوي کال د جولای په درېیمه د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګروپ مشرنوازشریف په لاهور کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو :« ترهګري د پاکستان له بهرنۍ پالیسۍ او ملي سیاست سره نېغ په نېغه ارتباط لري او دا تګلارې په اسلام اباد کې جوړېږي »

« رحمان مالک د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې وايي چې ناټو او افغان دولت د ترهګرو مخه هلته افغانستان کې نشي ډب کولای او ترهګر دي غاړه پاکستان ته رااوړي ، لکه څو ورځې وړاندې چې له افغانستانه رااوښتو ترهګرو په مومندو کې بمي چاودنه وکړه او په دې چاودنه کې یي ګڼ وګړي ووژل . » هغه متل دی چې وايي موږ پور غواړو  دوی نور غواړي !

ټوله نړۍ او افغانستان ، پاکستان ته وايي چې ترهګر دې خپله خاوره کې دننه وتړه ، روزنه او پالنه يي بس کړه ، د ترهګرو خوندې ځالې ورړنګ کړه او له افغانستانه غلی شه لاس واخله ؛ خو پاکستان هغه په ولسې ژبه لکه شیشکه هم لاس لګوی ، هم کوکارې وهي ؛ هم ترهګر پالي او افغانستان ته يي رالیږي او هم نارې وهي چې داسې کار دوی نه بلکې افغانستان کوي ؟ !

پاکستان داسې چلن له هندوستانه سره هم کوي . د جولای په ۱۶ مه د هند او پاکستان د بهرنیوچارو وزیرانو خبرې ناکامې شوې او د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر قریشي ادعا وکړه چې هند د دوو هیوادونو ترمنځ خبرو ته ذهناً تیار نه وو.  ده وویل د هند او پاکستان ترمنځ په خبرو کې بدبختي دا ده چې کله د دواړو هیوادونو په خبرو کې پرمختګ وشي نو په وروستیو شېبو کې یوه ټکه پرېوزي . نوموړي د خبرو د ناکامۍ پړه پر هند ورواچوله . 

خو زموږ ځينې شنونکو بیا په سادګۍ سره وايي حمیدګل اوس متقاعد دی او ښايي د نوموړي خبرې د دوی په ګومان د دولت رسمي پالیسي نه وي . خو پوښتنه دا ده ایا د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست او ستراتیژۍ کې کوم بدلون پيښ شوی ؟  د پاکستان دولت له ملاتړ پرته  ترهګر په یوازې ځان ، په افغانستان کې ورځ تربلې زیات د دومره ورانیو جوګه کېدی شي ؟ د متقاعدو کسانو لکه حمیدګل ، پرویز مشرف او نورو سربېره ، په دولت کې مطرح کسان او د مرکزي دولت غړي هم ، د افغانستان په اړه د پاکستان همغه زوړ او یرغلګر سیاست چلوي !

ما په یوې بریښناپاڼه کې  د یوه افغان ورور چې نوم يي نه اخلم دا اندیښنه ولوسته چې هندوستان په دې لټه کې دی چې پاکستان تجزیه کړي . خو زه دې ورور ته وایم چې پاکستان لکه اسراییل د سیمې سرطان او له افغانستان سربېره سیمې او نړۍ ته د ترهګرو د لیږد وسیله ده ، ترڅو چې دا سرطان عملیات نشي او د نړیوال تروریزم دا مرکز دړې وړې نشي نه افغانستان او نه نړۍ ارامیدلای شي !

د پاکستان په تجزيي سره افغانستان نه خواریږي ، افغانان هم  ددغه بي موروپلاره هېواد تجزیه غواړي .  د پاکستان په تجزیه کې د هند  په هلو ځلو نه یوازې نه ښايي چې افغانان خپه شي بلکې افغانان باید د داسې هلو ځلو ستاينه  او ملاتړهم وکړي !

ځني نور افغانان بیا چې ځانته روڼ اندې هم وايي بریښناپاڼې او رسنۍ يي د طالبانو په ستاینه ډکې کړي او د پاکستان په وړاندې يي د بېوسۍ ، زارۍ او غلامۍ لار خپله کړې ! دوی لکه د توپان مرغان  د هوا په بدلون پوهیږي او له کوم لوري چې شمال لګیږي همغه خوا  ور سره ځان کږوي .

خو زه دغه ډول روڼ اندو ته وایم : تېر ځل هم د طالبانو له راتګ څخه مخکې ، ای ایس ای او د پاکستان نورو واکمنانو افغانانو ته ویل چې طالبان خپله حکومت نه غواړي . دوی د پخواني پاچا محمدظاهرشا د بیا واکمنۍ لپاره جنګیږي . خو کله چې طالبانو پر حکومت منګولې ټينګې کړي نو بیا زړې خبرې نه وي او افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه وه . نن بیا همغه زړه لوبه روانه ده ، موږ باید هرځل ونه غولیږو . خواره دې شي مینځه چې د مینځي کالي وینځي !       

 

د ۲۰۱۰ کال د جولای ۱۸ مه

 

 

 

اخځونه :

ــ جرمن انلاین او تاند بریښنا پاڼې

 


July 18th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات